د سرپرست حکومت اقتصادي مرستيال په همدې مناسب جوړې شوې غونډه کې ويلي چې نه يوازې دا تړون به د هيواد صنعت ته ګټه ورسوي، بلکې دې سره به افغانستان ته د سلګونه میګاواټه برېښنا د لیږد زمينه برابره شي چې په کلني ډول به لسګونه ميليونه ډالر سپما شي.
دغه قرارداد د «افغان انویسټ» په نوم له یو کورني شرکت سره شوی چې لهمخې یې باید دا پروژې په دوو کلونو کې بشپړې کړي چې ټولټال پرې ۳۶ ميليونه ډالره لګښت راځي.
تر دې وړاندې د ياد مزي ۷۶.۳ سلنه چارې ترسره شوي وې چې په بشپړ ډول جوړېدو سره به یې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ارزانه او لوړ کیفیت برېښنا د رالېږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.




