د بغلان ولایت د اطلاعات او فرهنګ رييس اسدالله مصطفی هاشمي وايي، د بغلان ولایت نننۍ چاودنه کې ۷ لمونځ کوونکي وژل شوي او ۱۷ نور ټيان دي.
هغه زياتوي، چې دا چاودنه نن د جمعې لمانځه پر مهال د امام زمان جومات کې دنننه شوې ده. د نوموړي په وینا، د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.
د بغلان ولایت نننۍ چاودنه د شعيه ګانو په مسجد کې شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لومړني بهرني هېواد په توګه دا چاودنه غندلې ده.
د دې وزارت وياند ناصر کنعاني د چاودنې په غندلو سره وايي: «جوماتونو کې لمونځ کوونکي او مومنان په نښه کول تر ټولو رزیل ترهګریز جنایت دی او دا ښيي چې عاملان یې د اسلام مبین دین له ریښتینو او رحماني لارښوونو لرې دي.»
د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی؛ خو تر دې مخکې د دا ډول ځينو بريدونو تر سره کول داعش ډلې منلي وو.




