کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د بلخ والي د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره لیدلي

خبریال: فرمان الله زبیرزی د بلخ ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د یاد ولایت والي محمد یوسف وفا د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سر په خپل دفتر کې لیدلي دي. د بلخ درسنیو د فتر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه لیدنه کې دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي همکاریو، بشري مرستو، سوداګرۍ پراختیا او سیمه‌ییزو ترانسپ…

2025-12-07 22:49 127۱ دقیقې لوستل
د بلخ والي د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره لیدلي

خبریال: فرمان الله زبیرزی

د بلخ ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د یاد ولایت والي محمد یوسف وفا د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سر په خپل دفتر کې لیدلي دي.

د بلخ درسنیو د فتر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه لیدنه کې دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي همکاریو، بشري مرستو، سوداګرۍ پراختیا او سیمه‌ییزو ترانسپورتي دهلیزونو په اړه خبرې وشوې.

د بلخ والي دې لیدنه کې په خپلو خبرو کې ویلي، چې قزاقستان په تېرو څلورو کلونو کې له افغانستان سره پراخې اقتصادي او بشري مرستې کړې دي، چې دا د دواړو هېوادونو د ښه ګاونډیتوب څرګند ثبوت دی.

نوموړي زیاته کړې، له قزاقستان سره به د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا د دواړو هېوادونو په ګډه ګټه تمامه شي.

 د قزاقستان ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي، چې بلخ ولايت د قزاقستان لپاره په سوداګرۍ، پانګونې او بشري همکاریو کې یو مهم ستراتیژیک ځای لري او موږ هڅه کوو، چې خپلې بشري او اقتصادي مرستې لا پراخې کړو.

نوموړې همدارز ویلي، چې قزاقستان غواړي د حیرتان بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان سره سوداګریز فعالیتونه پراخ کړې.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب