کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د بهرنيو چارو سرپرست وزير: د يوناما په شتون کې د ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتيا نشته

د حکومت د رسنيو دفتر په خپله اکس پاڼه ليکلي، د بهرنيو چارو سرپرست وزير کابل کې د ګڼ شمېر هېوادونو له سفيرانو او ډيپلوماټانو سره ليدلي. په دغه ليدنه کې د روسيې، چين، ايران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، هند، ترکيې او اندونیزیا سفيرانو او ډيپلوماټانو ګډون درلوده. سرپرست وزير د سيمې له هېوادونو سره د افغانستان ا…

2024-01-24 20:16 66۱ دقیقې لوستل
د بهرنيو چارو سرپرست وزير: د يوناما په شتون کې د ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتيا نشته

د حکومت د رسنيو دفتر په خپله اکس پاڼه ليکلي، د بهرنيو چارو سرپرست وزير کابل کې د ګڼ شمېر هېوادونو له سفيرانو او ډيپلوماټانو سره ليدلي.

په دغه ليدنه کې د روسيې، چين، ايران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، هند، ترکيې او اندونیزیا سفيرانو او ډيپلوماټانو ګډون درلوده.

سرپرست وزير د سيمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې د اړينې وګڼلې او ټينګار يې وکړ چې د سیمې هېوادونه بايد له افغانستان سره د مثبت تعامل لپاره سيميزې سلا مشورې ترسره کړي.

نوموړي همداراز له دوی وغوښتل په افغانستان کې دې‌ له رامنځته شويو فرصتونو ګټه پورته کړي او د بالقوه ګواښونو د مدیریت په تړاو دې همغږي ولري.

هغه همداراز ويلي، د يوناما او په افغانستان کې د يوه خپلواک او مرکزي حکومت په شتون کې د ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتيا نشته.

متقي د سيمې له هېوادونو سره داسې مهال ناسته کوي چې څو ورځې وړاندې د رییس الوزرا سياسي مرستيال ويلي وو؛ که څه هم په رسميت ندي پېژندل شوي خو بیا هم په اوولس هېوادونو کې سیاسي نمايندګيانې لري.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب