د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پرون کابل د ترکیې له سفیر جنک اونال سره لیدلي دي.
په دې کتنه کې د کابل او انقرې په ډیپلوماتیکو اړیکو باندې خبرې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، یاده لیدنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ اوسنۍ ډیپلوماتیکې اړیکې مثبت ارزولې دي او په دې برخه کې یې د نورو رغنده ګامونو د اخیستلو غوښتنه کړې ده.
ورته مهال افغانستان له پاره د ترکیې سفیر جنګ اونال په خپلو خبرو کې ویلي چې افغانستان سره اړیکو ته په مثبت نظر ګوري.
همدا راز په یاده لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په سوداګریزو اړیکو باندې هم خبرې اترې شوې دي.
دا لیدنه داسې مهال کېږي چې د ترکیې په حلال نندارتون کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر سره د سوداګریزو اړیکو په پراختیا بحث او خبرې کړې دي.




