د بهرنیو چارو وزارت په ایکس پاڼه کې نن سهار راغلي چې د یاد وزارت مرستیال د افغانستان له پاره د ازاربایجان هیواد له سفیر الهام ممدوف لیدلي دي.
په دغه ناسته کې ستانکزي د ازاربایجاني الوتکې د غورځېدلو په تړاو خپله خواشینې ښودلې ده او ویلي یې دي چې د افغانستان ژمنتیا له ازاربایجان هیواد سره په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا له پاره ده.
ممدوف د سرپرست حکومت د تسلیت پیغام د مننې په څرګندولو سره وویل چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د یووالي او وروګلوۍ یوه ستره نښه ده.
نوموړي ویلي چې ازاربایجان له افغانستان سره د سیاسي اړیکو د پراختیا له پاره لېوالتیا لري او څرګنده یې کړې یې ده چې هېواد یې چمتو دی ترڅو له افغانستان سره اقتصادي همکارې وکړي.




