کابل (کوه نور، ۳۰ اسد ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزیر، نن ورځ "چهار شنبه، د اسد ۳۰مه" کابل کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره لیدل او خبرې کړې دي.
بهرنیو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو په بېلابېلو برخو خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، امیر خان متقي د افغانستان او چین اړیکې د پراختیا په حال کې بللې او چین یې د افغانستان ښه سوداګریز شریک یاد کړی دی.
هغه زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو کلنۍ سوداګریزې راکړې ورکړې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې دي.
په دې لیدنه کې ښاغلي متقي هیله څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګريزو اړیکو به د پام وړ ډېروالی راشي.
نوموړي د افغانستان او چین د اقتصادي همکاریو د پراختیا په چوکاټ کې خپل عملي وړاندیزونه وړاندې کړل، چې پکې د ترانزیټي همکاریو، بانکي اړیکو او د سوداګرۍ د توازن رامنځته کولو یادونه شوې ده.
متقي غوښتنه وکړه چې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او تخنیکي بحثونو لپاره ګډ دولتي کمېسیونونه کار پیل کړي.
د خبرپاڼې له مخې متقي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د ګاونډیو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.
له بلې خوا، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي هم د دواړو هېوادونو اړیکې د پراختیا په حال کې وبللې او د همکاریو د پراخېدو اهمیت یې څرګند کړ.
هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو اړوند ادارې د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي لپاره کار کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې هېواد یې غواړي افغانستان د سترې پروژې «یو کمربند یو لاره» (Belt and Road) سره رسمي ونښلول شي.
هغه زیاته کړه: «چین غواړي د افغانستان د کانونو د ظرفیتونو د مطالعې او د کانونو د استخراج په برخه کې همکارۍ پراخې کړي، او سږکال به د کانونو د عملي استخراج بهیر پیل کړي.»
وانګ يي همدارنګه ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي چې د افغان کرنیزو محصولاتو او نورو توکو ته چین ته د صادرولو پر وړاندې موجود خنډونه له منځه یوسي.




