د بښنې نړیوال سازمان پاکستان کې د هغو ۱،۴ میلیونه بې اسناده افغان کډوالو په اړه اندېښنه ښودلې، چې له دغه هېواده د اېستل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
یاد سازمان پر خپله اکس پاڼه لیکلي، چې دا د کډوالو له بشري حقونو سرغړونه ده او د دغو کډوالو خوندیتوب، سلامتۍ او اساسي خدماتو ته د لاسرسي په اړه جدي اندېښنې را ولاړوي.
دغه راز یاد سازمان د پاکستان له حکومته یو وار بیا پر دغې پرېکړې د بیا کتنې او د نړیوالو بشري قوانینو د رعایت غوښتنه کړې.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کميشنرۍ هم پرون له پاکستانه غوښتي و، چې د بشري ناورين د مخنيوي په موخه دې د افغان کډوالو له جبري شړلو تېر شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستانه د غیر قانوني کډوالو اېستلو ضرب الاجل پای ته یوازې دوه ورځې وخت پاتې دی.
د پاکستان حکومت ویلي، چې که غیر قانوني کډوال د اکتوبر تر پای له دغه هېواده و نه وځي؛ نو نیسي یې او په جبري توګه یې وباسي.
افغان چارواکي وایي، په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستانه تر ۱۲ زرو زیات افغان کډوال هېواد ته راشړل شوي دي.
د سرپرست افغان حکومت چارواکي او د بشري حقونو بنسټونه له پاکستانه غوښتنه کوي، چې د کډوالو د اېستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي؛ خو دغه هېواد پر خپله خبره کلک ولاړ دی او د هیچا غږ نه اوري.




