د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، د روغتیا نړیوال سازمان سیمه ییزې مشرې حنان حسن بلخي د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي چې بېلګټس بنسټ د افغانستان د بنسټیزو روغتیايي چارو لپاره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې ده.
خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د بېلګټس بنسټ په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له منځه تلو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالره په پام کې نیولي دي.
حنان بلخي په دغه کتنه کې زیاته کړې، پر داسې یوې طرحې کار کوي چې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ د روغتیا ډیالوګ ته زمینه برابره کړي.
د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم له پاکستان سره د روغتیا ډیالوګ په برخه کې ګډ کار ته چمتووالی ښودلی دی.
خبرياله: حبیبه صها




