کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان: سږنی ژمی د را اېستل شویو کډوالو لپاره خاموش قاتل دی

خبریاله: نازو عمري د بې‌پولې ډاکټرانو نړیوال سازمان (MSF) خبرداری ورکړی چې له پاکستانه تازه را اېستل شوي افغان کډوال له جدي بشري ستونزو سره مخ دي او که یې لومړنې اړتیاوې پوره نه شي؛ نو ژمی به ورته د یو خاموش قاتل په څېر وژونکی تمام شي. یاد سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، دا کډوال روغتیايي خدمتونو، بېړنۍ سرپناه،…

2026-01-03 01:03 120۱ دقیقې لوستل
د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان: سږنی ژمی د را اېستل شویو کډوالو لپاره خاموش قاتل دی

خبریاله: نازو عمري

د بې‌پولې ډاکټرانو نړیوال سازمان (MSF) خبرداری ورکړی چې له پاکستانه تازه را اېستل شوي افغان کډوال له جدي بشري ستونزو سره مخ دي او که یې لومړنې اړتیاوې پوره نه شي؛ نو ژمی به ورته د یو خاموش قاتل په څېر وژونکی تمام شي.

یاد سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، دا کډوال روغتیايي خدمتونو، بېړنۍ سرپناه، مناسبه تغذیه او نورو بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی نه لري او دغه وضعیت یې ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

نړیوالو سازمانونو په وار وار خبرداری ورکړی، که عاجل اقدامات و نه شي، د راستنو شویو کډوالو وضعیت به لا ډېر بحراني شي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې اقتصاد وزارت هم ویلي وو، چې د نړیوالو مرستو له کمرنګه کېدو سره اړمنو ته مرستو رسوولو بهیر هم ټکنی شوی دی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب