د تدارکاتو کمېسيون له لوري د شاوخوا لس مليارده افغانيو په ارزښت د هېواد په مختلفو ولايتونو کې بېلابېلې پروژې منظورې شوې.
د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت په خپله اکس پاڼه ليکلي، په ۲۷ پروژو له بحث کولو ورسته يې ۲۴ منظورې کړي او پاتې درې يې اړونده ارګانونو ته سپارلي چې له هر اړخيزې ارزونې وروسته به د ملي تدارکاتو له کمېسيون سره شريک کړل شي.
يادې پروژې د کورنيو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت، ټولګټو چارو وزارت، مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت، عامې روغتيا وزارت، اوبو او انرژۍ وزارت او کابل ښاروالۍ اړوند دي.
په دغو پروژو کې په پنجشیر کې د مايکرو هايدل برېښنا بند جوړولو، زابل ولايت کې د توري بند د پاتې چارو بیا رغونه، په کابل ښار کې د ځينو مهمو سړکونو رغونه او اساسي جوړونه، په مختلفو ولايتونو کې د برېښنا رسولو شبکې او د چټکو انټرنټي خدمتونو پروژې شاملې دي.
د دغو پروژو په پیلېدو سره به زرګونه هېوادوالو ته د کار کولو زمينه هم برابره شي.




