ترکي رسنۍ وايي، د دې هېواد پوليسو د چناق قلعه په ايواجيک سيمه کې ۱۱۱ غير قانوني افغان کډوال نيولي دي. د راپورونو له مخې، دغو کسانو غوښتل، چې د دوه کښتيو په واسطه د يونان سواحلو ته ځان ورسوي.
ترکي پوليسو ويلي، چې دغه کسان یې تر نيول کېدو وروسته د کډوالو يوه کمپ ته انتقال کړي دي. دا کډوال د چهارشنبې ورځ (د سپتمبر ۲۸) نیول شوي دي.
په ورته وخت کې د ترکيې د کورنيو چارو وزير، علي يرليکايا انقره کې يوې غونډې ته د خبرو پر مهال ويلي، چې تېرو ۴ مياشتو کې ۹۷۳۶۳ غير قانوني کډوال نيولي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د نيول شويو کسانو له ډلې یې نږدې ۴۳ زره تنه له ترکيې څخه خپلو هېوادونو ته ډيپورټ شوي دي.
يرليکايا وويل، چې دغه کډوال تر ډېره د افغانستان، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو څخه راځي.
هغه ويلي، چې د غیر قانوني کډوالو پر ضد به اقداماتو ته دوام ورکړي.
وروستيو کې د ترکيې او ایران د سرحدي پوليسو له لوري افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه زيات شوي دي. په ټولنيزو رسنيو خپرو شويو ويډيوګانو کې ليدل کېږي، چې ترکي پوليس افغان کډوال تر نیول کېدو وروسته په ډېرې بې رحمۍ سره وهي.
ترکيه کې مېشت يو شمېر افغان کډوال وايي، چې د دغه هېواد پوليس له مهاجرو سره هېڅ ډول انساني چلند نه کوي. د دوی په وينا ترکي پوليس د نورو شکنجو تر څنګ وخت ناوخت افغان کډول تر نيول کېدو ورسته د ایران په خاوره کې خوشې کوي، چې وروسته د غلو له لوري لوټل کېږي.
ترکيه داسې مهال د غیر قانوني کډوالو پر ضد د اقداماتو د جدي کېدو خبرداری ورکوي، چې هره ورځ سلګونه افغان ځوانانو په غیر قانوني لارو دې اروپا ته د رسېدو په سفر دې هېواد ته داخليږي.




