د ترکيې پولیسو ٢٤ افغان کډوال نیولي دي
د ترکیې پولیسو ۲۴ هغه افغان کډوال نیولي، چې په ناقانونه توګه یې په دغه هېواد کې ژوند کاوه.د پولیسو په وینا، یاد کسان تېره ورځ د شرناک ښار اړوند په انداچ کلي کې نیول شوي دي.پولیسو همدارنګه ویلي، چې درې نور کسان یې د دغو کډوالو د قاچاق په تور نیولي او زندان ته لېږدولي دي.دوی ټینګار کړی، چې د ٦ زره نورو ناقان…
2026-03-31 01:43 133۱ دقیقې لوستل
د ترکیې پولیسو ۲۴ هغه افغان کډوال نیولي، چې په ناقانونه توګه یې په دغه هېواد کې ژوند کاوه.
د پولیسو په وینا، یاد کسان تېره ورځ د شرناک ښار اړوند په انداچ کلي کې نیول شوي دي.
پولیسو همدارنګه ویلي، چې درې نور کسان یې د دغو کډوالو د قاچاق په تور نیولي او زندان ته لېږدولي دي.
دوی ټینګار کړی، چې د ٦ زره نورو ناقانونه کډوالو پر وړاندې د عملیاتو لړۍ لا هم روانه ده.
د یادونې وړ ده، چې ترکيې پولیسو په تېرو درېیو میاشتو کې څه دپاسه ۸ زره افغان کډوال نیولي دي.
لیکوال/اېډېټر:
Nazo omari

Nazo omariنازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري.
هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.