کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ترکیې ساحلي ځواکونو ۳۲ افغان کډوال نیولي

د ترکیې ساحلي ځواکونو خبر ورکړی چې د چاناککالي په ایواجک سیمه کې یې ۳۲ افغان کډوال نیولي چې ۹ پکې ماشومان دي. د ترکیې د ساحلي ځواکونو قومانداني ویلي چې دې افغان کډوالو په غیر قانوني توګه د یاد هېواد د پرېښودلو هڅه کوله چې ونیول شول ترکي رسنیو د ساحلي قومندانۍ د ساتونکو له قوله راپور ورکړی چې د شمالي په ایجین سمندر کې ی…

2025-01-19 01:46 94۱ دقیقې لوستل
د ترکیې ساحلي ځواکونو ۳۲ افغان کډوال نیولي

د ترکیې ساحلي ځواکونو خبر ورکړی چې د چاناککالي په ایواجک سیمه کې یې ۳۲ افغان کډوال نیولي چې ۹ پکې ماشومان دي.

د ترکیې د ساحلي ځواکونو قومانداني ویلي چې دې افغان کډوالو په غیر قانوني توګه د یاد هېواد د پرېښودلو هڅه کوله چې ونیول شول

ترکي رسنیو د ساحلي قومندانۍ د ساتونکو له قوله راپور ورکړی چې د شمالي په ایجین سمندر کې یوه ډله کډوال د ربړي کښتۍ په واسطه د سفر پرمهال پېژندل شوي دي.

دغه افغان کډوال وروسته له قانوني چارو بشپړېدو د کډوالو محلي دفتر ته سپارل شوي دي.

دا افغان کډوال په داسې حال کې نیول شوي چې ترکي رسنیو اعلان کړی، په ټول هېواد کې د غیر قانوني کډوالو د پېژندنې او نیولو لړۍ روانه ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب