کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د تورخم دروازې د پرانيستلو په اړه خبرو اترو هېڅ نتيجه نه ده ورکړې

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چې د تورخم دروازې د بېرته پرانيستلو په اړه د افغان او پاکستاني چارواکو خبرو اترو تر اوسه کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې. د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تورخم د کمیسار عصمت‌الله یعقوب له قوله ویلي، چې پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې هغوی د تورخم د لارې د پرانیستلو په اړه په…

2023-09-11 08:19 26۲ دقیقې لوستل
د تورخم دروازې د پرانيستلو په اړه خبرو اترو هېڅ نتيجه نه ده ورکړې

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چې د تورخم دروازې د بېرته پرانيستلو په اړه د افغان او پاکستاني چارواکو خبرو اترو تر اوسه کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې.

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تورخم د کمیسار عصمت‌الله یعقوب له قوله ویلي، چې پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې هغوی د تورخم د لارې د پرانیستلو په اړه په خپلو منځو کې د سلامشورو لپاره وخت وخت غوښتی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې د پاکستان امنیتي ساتوونکو پر افغان ځواکونو، چې د یوې امنیتي پخوانۍ پوستې په بیا رغونه بوخت وو، ډزې وکړې او وروسته یې د تورخم دروازه هم وتړله.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ، د تورخم دروازې د تړلو پاتې کېدو په هکله د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه «حیرانوونکې» ګڼلې او ويلي يې دي، چې د اسلامي امارت چارواکي د دغې لارې د بندېدو پر دلیل ډېر ښه پوهېږي.

هغې زياته کړې، چې دغه هېواد نه شي کولای چې د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا په خپله خاوره کې د هېڅ پوستې جوړېدل ومني، ځکه دغه جوړونې د پاکستان واکمني نقض کوي.

تورخم دروازه د شپږمې ورځې لپاره هم د هرډول تګ راتګ پر مخ تړلې وه.

د کرښې دواړو غاړو زرګونه مسافر او موټر د تورخم په دروازه د اوښتلو په انتظار دي.

نن دوشنبه (د سپتمبر ۱۱مه) د تورخم دروازې د بندېدو په غبرګون کې، د ننګرهار يو شمېر سوداګرو او اوسېدونکو د تورخم بندر ته څېرمه لاريون هم کړی دی.

دغو لاریون کوونکو د دواړو هېوادونو له حکومتونو وغوښتل چې سیاسي مسایل له ډیپلوماتیکو لارو حل او د دواړو هېوادونو سوداګرو او اوسېدونکو ته زیان ونه رسوي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب