عامې روغتيا وزارت ويلي، د تورخم اساسي روغتون څخه ايمرجنسي ته ارتقا ورکړل شوه.
هغه دغه کلينک د ارتقا ورکولو د پرانستې په مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت اداري مرستيال مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د ننکرهار ولي ملا محمد نعيم او نورو روغتيايي کارکوونکو ګډون درلود.
د عامې روغتيا وزارت اداري مرستيال ياد روغتون د سيمې اوسيدونکو لپاره اړين وګاڼه او ويې ويل، سرپرست حکومت ژمن دی، چې په ټول هېواد کې معياري او عادلانه روغتيايي خدمات وړاندې کړي.
هغه همداراز وويل، حکومت په ټول هېواد کې رغنيزې پروژې روانې کړي، چې دا له ولس سره د سرپرست حکومت ژمنتيا ده.
دوی ويلي، ياد روغتون شل بسترونه لري، چې د جراحي، ارتوپيدي، راډيولوژي، لابراتوار او د مور او ماشوم اړوند به روغتيايي خدمات وړاندې کوي.




