له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په دوام، یوازې د تورخم له لارې هره ورځ له زرو ډېرې کورنۍ هېواد ته راستنیږي.
په تورخم کې د افغان کډوالو د ثبت مسؤل سمیع الله سمون افغان پرېس ته ویلي، له ثبت وروسته ډیر شمېر کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان ته د مرستې لپاره ور پېژندل کېږي.
نوموړی ویلي، دلته له هرې کورنۍ سره د خوراک، څښاک او نغدي مرسته لړي دوام لري، خو په خبره یې ټول کډوال د سرپناوو له نشت شکایت کوي.
د سرچینې د مالوماتو پر اساس، تېره ورځ یکشنبه د« د اکتوبر ۲۹مه» هم له یادې لارې یو زر او ۳۵۸ افغانې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال د پاکستان له لوري افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل له نېټې یوازې یوه ورځ پاتې ده.




