کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د توماس وېسټ او حامد کرزي خبرې؛ د نجونو د زده‌کړو پر اهميت يې ټينګار کړی دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي نن (د سپتمبر ۱۵مه) د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانگړي استازي توماس ویسټ سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. خبرپاڼه زياتوي، په دغو خبرو کې همداراز د افغانستان د اقتصادي ودې او روښانه راتلونکې لپاره د نجونو او هلکان…

2023-09-15 04:49 71۲ دقیقې لوستل
د توماس وېسټ او حامد کرزي خبرې؛ د نجونو د زده‌کړو پر اهميت يې ټينګار کړی دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي نن (د سپتمبر ۱۵مه) د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانگړي استازي توماس ویسټ سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

خبرپاڼه زياتوي، په دغو خبرو کې همداراز د افغانستان د اقتصادي ودې او روښانه راتلونکې لپاره د نجونو او هلکانو د تعلیم پر اهمیت او اغېز تآکید وشو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، حامد کرزي یو ځل بیا د امریکا له متحده ایالاتو غوښتي، چې افغان ځوانانو ته د تحصیل د زمینې په برابرولو کې هر راز همکاري وکړي.

د سرچينې په وينا، د دې ويډيو کنفرانس پر مهال د افغانستان د اقتصادي وضعیت په باب هم خبرې وشوې او افغان کروندگرو ته د اوبو لگولو په برخه کې اړینې مرستې او مناسب بدیل معیشت مهم وګڼل شول.

د حامد کرزي د دفتر خبرپاڼه زياتوي، په دغو خبرو کې په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات د ټینگښت لپاره بین‌الافغاني تفاهم اړین وبلل شو او هیله څرگنده شوه، چې یاد تفاهم ته ژر تر ژره زمینه برابره شي.

ځبرپاڼه زياتوي، چې کرزي له افغانستان سره د امریکا د متحده ایالاتو له بشردوستانه مرستو مننه وکړه او د یادو مرستو پر دوام یې ټینگار وکړ.

څه موده وړاندې حامد کرزي ته نږدې سرچينو خبر ورکړ، چې اوسني حکومت بهر ته د نوموړي د سفر مخنيوي کړی دی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب