د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر صدیقالله قریشي وايي، دغه ولایت کې د باران، توپان او سېلاب له کبله د مړو شویو شمېر ۴۵ کسانو ته ورسېدو.
د نوموړي په خبره، دا شمېرې وروستۍ نهدي او ښايي نورې هم ډېرې شي.
خو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، ننګرهار کې د راغلیو سېلابونو او توپان له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۰ او د ژوبل شویو هغو ۳۴۷ کسانو ته رسېدلی دی.
په همدې حال کې د کاپيسا طبيعي پېښو سره د مبارزې رئیس محمد صابر احمد وايي، د دغه ولایت په نجراب، اله ساى او تګاب ولسواليو کې د تېرې ورځې سېلابونو له امله دوه تنه مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وينا، دغه سېلاب کې د استوګنې ۴۰ کورونه په بشپړه توګه او ١٢٠ کورونه په جزوي ډول ويجاړ شوي.
د بدخشان د يمګان ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي، دغه ولايت کې د سېلابونو له امله د استوګنې نږدې ۵۰ کورونه ويجاړ شوي دي.
د مسوولانو په وینا، د دغو طبیعي پېښو له امله د پراخو مالي زیانونو اړولو ترڅنګ سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، لسګونه باغونه او ځینې سړکونه هم ویجاړ شوي دي.




