عدلیې وزارت پر اېکسپاڼه خبر ورکړی چې د یاد وزارت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي هئیتونو د تېرې میاشتې په اوږدو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۵ زره ۲۲۹ جریبه ځمکه له غصب خلاصه کړې ده.
خبرپاڼه کې راغلي دغه غصب شوې ځمکې په کندز، تخار، جوزجان، غزني، غور، پڪتیا، خوست، زابل، میدان وردګ، بامیان او پنجشېر ولایتونو کې له غصب څخه راګرځول شوې او اړوندو ادارو ته سپارل شوې دي.
د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې تر ټولو ډېره استرداد شوې ځمکې په غزني ولایت کې ده چې ۱۳ زره او ۲۸۵ جریبه ښودل شوې.
د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هئیت د تېرې میاشتې په اوږدو کې هم ۱۴۶ زره او ۷۹۳ جریبه دولتي ځمکه د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې ثبت کړې او ۴۶۳ زره او ۲۰۵ جریبه ځمکه په نورو ۲۹ ولایتونو کې تر بررسۍ لاندې نیولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت د هېواد په ټولو ولایتونو کې د غصب شوو ځمکو د راګرځولو بهیر پیل کړی او د زرګونه جریبه غصب شوو ځمکو دوسیې له غصب څخه د ځمکو مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي هیئتونو تر بررسۍ لاندې دي.




