د جلال اباد ښاروالۍ د تېر يوه کال راپور له رسنيو سره شريک کړ.
د يادې ښاروالۍ مطبوعاتي مسئول بختي جان مراد وويل، په روان لمريز کال کې يې د ښار په مختلفو برخو کې ۱۸ رغنيزې پروژې د ۳۶۰ ميليونه افغانيو په ارزښت پلان کړي چې ډېره برخه يې تطبیق شوې او په پاتې هغو کارونه جريان لري.
د ده په خبره روان کال يې د عايداتو پلان ۵۸۵ ميلونه افغانۍ دی چې تر اوسه يې ۴۵۳ ميلونه افغانۍ راټولې کړي.
وايي، د تنظيم برخې ته مو هم پاملرنه کړې او د ښار له نهه ګونو ناحيو مو ۱۳۶ زره مټريک ټنه کثافات راټول کړي او ټاکل شويو ځايونو ته مو وړي.




