کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د جنوبي افریقا پانګوالو د افغانستان د کانونو او روغتیا سکټورونو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د جنوبي‌افریقا یو شمېر پانګوالو، علماوو او د روغتیا برخې متخصصینو د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې د پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته د افغانستان کانونو په استخراج او پروسس پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.   دغه راز د یاد هېواد متخص…

2024-06-24 06:07 136۱ دقیقې لوستل
د جنوبي افریقا پانګوالو د افغانستان د کانونو او روغتیا سکټورونو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د جنوبي‌افریقا یو شمېر پانګوالو، علماوو او د روغتیا برخې متخصصینو د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې د پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته د افغانستان کانونو په استخراج او پروسس پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

 

دغه راز د یاد هېواد متخصصینو ویلي، غواړي چې له عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ ‎افغانستان کې د روغتیا سکټور د ملاتړ په موخه یو معیاري او مجهز روغتون جوړ کړي.

 

دغه لیدنه کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د جنوبي افریقا پانګوالو، علماوو او د روغتیا برخې متخصصینو ته د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او ټول کورني او بهرني پانګوال کولای شي له دې فرصت څخه استفاده وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب