د جوزجان ولایت امنیه قومندانۍ وايي، چې د خانقاه ولسوالۍ د زراعت مدير د خپلې کېمري تفنګچې د پاکولو پرمهال په سهوې سره ډزکړی او خپله لګېدلی دی.
د دې ولایت د امنیه قومندانۍ وياند، قاري عبدالستار حليمي د افغان پرېس خبریال ته وايي، چې دا پېښه نن د اقچې ولسوالۍ په یوهتجارتي مارکېټ کې رامنځته شوې ده.
حليم زیاتوي، چې دا کس قاري شریف الله نومېده او خانقاه ولسوالۍ کې یې د زراعت د مدير په توګه دنده تر سره کوله.
اوسني حکومت کې په سهوې سره د یوه ملکي مامور له لوري د ځان وژلو دا پېښه لومړنۍ ګڼل کېږي.
تر دې مخکې په یو شمېر ولایتونو کې د عامو وګړو له لوري د وسلې د پاکولو پر مهال د ځان د ويشتلو راپورونه ورکړل شوي دي.
د نظامي چارو کارپوهان د غیر مسلکي اشخاصو له لوري د وسلې استعمال د دا ډول پېښو د رامنځته کېدو مهم علت ګڼي.




