کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د حج اوقافو وزارت: سږ کال به ۳۰ زره افغانان د حج فریضې ادا کولو ته لاړ شي

د ارشاد حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي نورمحمد ثاقب، سږ کال د حج په مراسمو کې د افغانستان د سهم او لګښتونو په اړه جوړه شوې خبري غونډې ته وویل، سږ کال به ۳۰ زره افغانان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ولاړ شي. سرپرست وزیر زیاته کړه، هڅه کوي د سږ کال حج مراسمو کې د افغانانو سهم ډیر کړي.نوموړي وویل،  سږ…

2024-03-25 23:55 429۱ دقیقې لوستل
د حج اوقافو وزارت: سږ کال به ۳۰ زره افغانان د حج فریضې ادا کولو ته لاړ شي

د ارشاد حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي نورمحمد ثاقب، سږ کال د حج په مراسمو کې د افغانستان د سهم او لګښتونو په اړه جوړه شوې خبري غونډې ته وویل، سږ کال به ۳۰ زره افغانان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ولاړ شي.

سرپرست وزیر زیاته کړه، هڅه کوي د سږ کال حج مراسمو کې د افغانانو سهم ډیر کړي.
نوموړي وویل،  سږکال د هر حاجي لپاره لګښت ۳۸۶۵.۹۸ امریکایي ډالر یا ٢ لکه ٧٧ زره او ٦ افغانۍ ټاکل شوی او د اهل تشیع حاجیانو لپاره د لګښت کچه ۳۹۱۵.۹۸ امریکایي ډالر یا ٢ لکه ٨٠ زره او ٥٨٩ افغانۍ په پام کې نیول شوی دی.

خبرياله: خاطره اکبري

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب