کابل (کوهنور، ۴ سنبله ۱۴۰۴):
د امارت اسلامي د عدليې وزارت «د حج د ښوونکو قانون» او همدارنګه «د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان د خپلوانو د مراسمو، ودونو، غمیزو او هم د حج او عمرې له راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه» د ۱۴۴۶ هـ.ق د ذوالحجې په څلورمه نېټه په رسمي جریده (شمېره ۱۴۶۷) کې خپور کړی دی.
په دغه قانون کې چې په یاده جریده کې خپور شوی، یوه سریزه، دوه ابواب، درې فصلونه او ۳۶ مادې شاملې دي او د تطبیق مرجع یې د ارشاد، حج او اوقاف وزارت ټاکل شوی دی.
دې قانون کې د حج د ښوونکو د مقررېدو شرطونه او همدارنګه د هغوی دندې او مکلفیتونه په داخل افغانستان، د سفر تر مخه، د هوایي ډګرونو په مرحله کې، په سعودي عربستان کې، د حج د مراسمو پر مهال او د بېرته راستنېدو پر وخت تشریح شوي دي.
د قانون له مخې، د حج ښوونکي مکلف دي چې د حاجیانو نظم وساتي، د بعثې له مسؤلینو سره لازمه همکاري او همغږي وکړي او د سفر له پیله تر پایه پورې د حاجیانو ستونزې حل کړي.
د حج د مناسکو تشریح، د مناسکو د ادا کولو څرنګوالی، د شریعت خلاف کړنو په اړه پوهاوی ورکول او نور مهم موضوعات د حج د ښوونکو له مکلفیتونو څخه ګڼل شوي دي.
همدارنګه په همدې جریده (شمېره ۱۴۶۷) کې اسلامي امارت د مشرتابه شیخ هبتالله اخندزاده هغه فرمان هم خپور شوی چې د خپلوانو د مراسمو، ودونو، غمیزو او د حج او عمرې له راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه صادر شوی دی.




