کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د حيرتان ـ مزارشريف د اوسپنې پټلۍ تم‌ځاى بيا فعال شو

د حيرتان ـ مزارشريف د اوسپنې پټلۍ اړوند نايب‌اباد تم‌‌ځای د سرپرست حکومت چارواکو او د ازبکستان هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ايرګش‌اوف او يو شمېر نورو مسوولينو په ګډون بيا ځلي فعال او ګټې اخيستنې ته سپارل شو دی. د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، دغه تم‌ځای جوړول او د ريل پټلۍ و…

2024-08-07 20:41 123۱ دقیقې لوستل
د حيرتان ـ مزارشريف د اوسپنې پټلۍ تم‌ځاى بيا فعال شو

د حيرتان ـ مزارشريف د اوسپنې پټلۍ اړوند نايب‌اباد تم‌‌ځای د سرپرست حکومت چارواکو او د ازبکستان هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ايرګش‌اوف او يو شمېر نورو مسوولينو په ګډون بيا ځلي فعال او ګټې اخيستنې ته سپارل شو دی.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، دغه تم‌ځای جوړول او د ريل پټلۍ وصلول د افغانستان د اساسي پرمختګ لامل ياد کړی او ټینګار يې کړی چې دغه نقطه به افغانستان د سيمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا لامل وګرځي.

ورته‌مهال د ټولګټو چارو وزير ویلي چې دغه ګام به افغانستان کې د سوداګرۍ په برخه کې  ډېر لوی بدلون رامنځته کړي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب