د سرپرست حکومت مشرتابه په یوه تازه فرمان کې ويلي، له دې وروسته که هېواد کې کورونه جوړیږي، نو داسې کړکۍ باید پکې پرېنښودل شي چې د ګاونډي کور ترې ښکاره شي.
په فرمان کې ويل شوي: «هر هغه څوک چې خپل ملکیت کې ودانۍ جوړوي، او ورسره خوا کې د ګاونډي کور وي نو آبادي کوونکي نشي کولای د ګاونډي کور خواته داسې کړکۍ پريږدي چې د ګاونډي د کور حويلۍ يا داسې ځايونه چې ښځې پکې ناسته ولاړه کوي، ښکاره شي.»
فرمان کې دغه راز راغلي، که يو څوک د ګاونډي کور طرف کړکۍ پريږدي هم نو باید له قد لوړه وي.
فرمان کې ښاروالیو او نورو اړونده اداره ته امر شوی دی چې په تطبيق کې يې د لوړپوړيزو ودانیو د جوړېدو څخه څارنه وشي.




