د خبریالانو د ملاتړ نړيوالې کميټې «سي پي جې» افغانستان کې پر سرپرست حکومت غږ کړی چې پر فېسبوک د محدودولو او یا بندیز له خپل پلانه لاس پر سر شي.
د خبریالانو د ملاتړ نړیواله ټولنه وايي، پر فېسبوک بندیز به خلکو ته د معلومات رسونې بهیر له لا زیاتو خنډونو سره مخ کړي.
خو د سرپرست حکومت ویاند یادې ټولنې ته ویلي، فېسبوک نه بندېږي خو محدودیتونه به پرې ولګول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د مخابراتو او ټېکنالوژۍ سرپرست وزیر نجیب الله حقاني په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي وو، افغانستان کې فېسبوک ته د خلکو د لاسرسي محدودولو او یا هم ورباندې د بندیز لګولو لپاره يې تګلاره جوړه کړې ده.
خبرياله: حبيبه صها




