کابل (کوه نور – ۱۶ اسد ۱۴۰۴):
صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د خصوصي سکتور او تاتارستان ترمنځ د تېلو، ودانیزو چارو او صنعتي تولیداتو په برخو کې د ۱۸۳ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړه ليکونه لاسلیک شوي دي.
د دې وزارت پر اېکس پاڼه ليکل شوي، دغه هوکړه ليکونه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزی، د تاتارستان د صدراعظم مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزیر اولیګ ولادیمروویچ کوروبچینکو، د افغانستان د سوداګرۍ، صنعت، کانونو او پانګونې خونو مشرانو او د دواړو خواوو د خصوصي سکتور استازو په شتون کې لاسلیک شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه هوکړه ليکونه د خوړو موادو، چورلکو تولید، د اوبو سرچینو مدیریت، تېلو او ګاز، برقي وسایلو، پاکوونکو او حفظالصحې موادو، ودانیزو چارو او د اوسپنې اوبه کولو په برخو کې لاسلیک شوي چې ارزښت یې په مجموعي توګه ۱۸۳ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
د دې ناستو هدف د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د تعامل پراخوالی ښودل شوی او د افغانستان د معادنونو، کرنې او درملیزو بوټو په برخو کې د تاتارستان د پانګونې د جلب ټینګار شوی دی.
همداراز، د ناستې پر مهال د تاتارستان صدراعظم مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزیر د افغانستان پلاوي ته بلنه ورکړې چې د روان کال د اګست میاشتې په ۲۶مه نېټه د تاتارستان په نړیوال نندارتون کې برخه واخلي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر ته یې هم بلنه ورکړې چې د تاتارستان د سوداګرۍ خونې څخه لیدنه وکړي.




