د خوست غلامخان بندر څخه ۳۶ ټنه بېکیفیته الوګان پاکستان ته ورګرځول شوي
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست پر اېکس پاڼه لیکلي چې د دغه ریاست د نباتي قرنطین کارکوونکو له لوري د خوست غلام‌خان بندر کې له پاکستانه د ۳۶ ټنه مرض وهلو او بې‌کیفیته کچالو د واردولو مخه نیول شوې ده. د مسوولانو پر وینا دا کچالو تر مالوماتو او تشخیص وروسته بې‌کیفیته بلل شوي او بېرته پاکستان…
2025-06-01 03:38 125۱ دقیقې لوستل
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست پر اېکس پاڼه لیکلي چې د دغه ریاست د نباتي قرنطین کارکوونکو له لوري د خوست غلامخان بندر کې له پاکستانه د ۳۶ ټنه مرض وهلو او بېکیفیته کچالو د واردولو مخه نیول شوې ده.
د مسوولانو پر وینا دا کچالو تر مالوماتو او تشخیص وروسته بېکیفیته بلل شوي او بېرته پاکستان ته و
استول شوي دي.
هېره دې نه وي چې دوه ورځې مخکې هم د همدې ریاست له لوري ۱۰۸ ټنه بېکیفیته کچالو بېرته پاکستان ته ورګرځول شوي.

Bilal ahmad Meeraniبلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.