کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د خوړو نړيوال سازمان په سمنګان کې له شاوخوا ۲۸۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې

د سمنګان ولايت سيميز مسوولين وايي، د دغه ولايت په «روی دواب» ولسوالۍ کې له ۲۷۸۷ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته شوې.د مسولینو په خبره دغه مرستې د (ASIO) مؤسسې لخوا په اړمنو کورنيو وېشل شوي.په دغه توکو کې ۲۸۷ ټنه اوړه، ۲۷ زره ليټره غوړي او نور غذايي توکي شامل وو.تر دې وړاندې د خوړو نړيوال سازمان ويلي وو، په ا…

2023-12-31 20:21 62۱ دقیقې لوستل
د خوړو نړيوال سازمان په سمنګان کې له شاوخوا ۲۸۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې

د سمنګان ولايت سيميز مسوولين وايي، د دغه ولايت په «روی دواب» ولسوالۍ کې له ۲۷۸۷ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته شوې.
د مسولینو په خبره دغه مرستې د (ASIO) مؤسسې لخوا په اړمنو کورنيو وېشل شوي.
په دغه توکو کې ۲۸۷ ټنه اوړه، ۲۷ زره ليټره غوړي او نور غذايي توکي شامل وو.
تر دې وړاندې د خوړو نړيوال سازمان ويلي وو، په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره د بوديجې له کمښت سره مخ دي.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د کډوالو چارو سرپرست وزير په بلخ کې د نړيوالو بنسټونو له مسوولينو سره په ناسته کې ويلي وو، له افغانانو سره مرستې د کار په بدل کې وکړئ.

نوموړي ويلي وو، ګدايي د افغانانو غرور کې نشته او مرستې باید د‌ کار په بدل کې ووېشل شي.

ده همداراز له نړيوالو بنسټونو غوښتي وو، چې د ژمي په رارسېدو سره دې له کډوالو سره ژمنۍ مرستې وشي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب