کابل (کوهنور، ۲۲ اسد ۱۴۰۴): د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی چې که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي؛ افغانستان به د لوږې له خطر سره مخ شي.
دې ادارې په يوه راپور کې ويلي چې په افغانستان کې ۹٫۵ ميليونه کسان له سخت خوراکي خونديتوب د نشتوالي سره مخ دي او که بېړنۍ خوراکي مرستې دوام ونه کړي؛ د جدي خطر سره به مخ شي.
د راپور له مخې، ۳٫۵ ميليونه د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان او ۱٫۲ ميليونه حامله او شيدې ورکونکې ميندې د سوء تغذيې له ګواښ سره مخ دي او که د خوراکي بحران لړۍ روانه پاتې شي دا شمېرې به نورې هم مخ پورته لاړې شي.
راپور کې همدارنګه راغلي، د هغو کورنيو دوه پر درېيمه برخه چې ښځې يې مشري کوي د لومړنيو خوراکي اړتياوو د پوره کولو توان نه لري او افغان ښځې او نجونې د خوړو نړۍوال پروګرام مرستو ته ډېرې اړمنې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام ويلي چې د دې بحران د کابو کولو او اړمنو ته د مرستې رسولو لپاره د ۲۰۲۵ کال تر پای پورې ۶۵۰ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) هم ويلي وو چې په افغانستان کې له ۳٫۵ ميليونو څخه ډېر د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان د سوء تغذيې ښکار دي چې له دې ډلې ۱٫۴ ميليونه ماشومان د هغې له سخت ډول سره مخ دي؛ داسې بحران چې د کډوالو د بېرته ستنېدو او د سرچينو د کمېدو له امله هره ورځ پسې ډېرېږي.




