کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د خوړو نړۍوال پروګرام: د راستنو شوو افغان کډوالو د بېړنۍ مرستې لپاره له پنځه سوو میلیونو ډېرو ډالرو ته اړتیا لرو

کابل (کوه نور، ۱۲ اسد ۱۴۰۴): د خوړو نړۍوال پروګرام "WFP" پر اېکس پاڼه له ګاونډیو هېوادونو د راستنو شوو افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې اوس دې برخې ته د بېړنۍ مرستې رسونې لپاره ۵۳۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا لیدل کېږي. دې ادارې همدارنګه لیکلي، په راستنو شوو افغان کډوالو کې دا مهال تر ټولو ډېر زیانم…

2025-08-03 04:38 152۱ دقیقې لوستل
د خوړو نړۍوال پروګرام: د راستنو شوو افغان کډوالو د بېړنۍ مرستې لپاره له پنځه سوو میلیونو ډېرو ډالرو ته اړتیا لرو

کابل (کوه نور، ۱۲ اسد ۱۴۰۴): د خوړو نړۍوال پروګرام "WFP" پر اېکس پاڼه له ګاونډیو هېوادونو د راستنو شوو افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې اوس دې برخې ته د بېړنۍ مرستې رسونې لپاره ۵۳۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا لیدل کېږي.

دې ادارې همدارنګه لیکلي، په راستنو شوو افغان کډوالو کې دا مهال تر ټولو ډېر زیانمن شوي وګړي ښځې او ماشومان دي او د دوی د لوږې ګراف له ورځې بلې ته مخ پورته ځي.

یادې ادارې ټینګار کړی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د راستنو شوو کډوالو د بېړنۍ مرستې لپاره ورته ۵۳۹ میلیونه ډالر پکار دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې له تېرو نږدې دوو میاشتو راپه دېخوا له ایرانه لږ تر لږه یو نیم میلیون افغان کډوال را ستانه شوي دي.

بل پلو سرپرست حکومت ټینګار کړی چې که څه هم له ایرانه د افغان کډوالو راستنېدنه کې د پام وړ ډېروالی راغلی؛ خو ویلي یې دي چې، تر دې مهاله یې هرڅه په بشپړ ډول مدیریت کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

Zaitoon khan2025-08-03
فمیلی سرہ غوڑم تہ تلل غوڑم کینڈا تہ تلل غوڑا

فیملی سرہ بار ملک تہ تلل غوڑی کینڈا تہ یاجرمنی

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب