کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د دايمي بېلتون درد؛ نصيبې د هرات په مرګونې پېښه کې د خپلې کورنۍ ۹ غړي د لاسه ورکړل

کابل (کوه نور، د سنبلې ۲مه ۱۴۰۴) هرات کې د روان ۱۴۰۴ لمريز کال د اسد مياشتې په ۲۸مه د يوې مرګونې ترافيکي پېښې د رامنځته کېدو وروسته نصيبه، چې د پېښې د قربانيانو له کورنيو څخه ده، په اندېښنې او غم سره ويلي چې ډ کورنۍ نهه غړي يې دغه ترافيکي پېښه کې له لاسه ورکړي چې پکې د عمه لوڼې، لمسیان، د عمه زوم او نګور هم شامله وه. ن…

2025-08-23 06:42 204۲ دقیقې لوستل
د دايمي بېلتون درد؛ نصيبې د هرات په مرګونې پېښه کې د خپلې کورنۍ ۹ غړي د لاسه ورکړل

کابل (کوه نور، د سنبلې ۲مه ۱۴۰۴)

هرات کې د روان ۱۴۰۴ لمريز کال د اسد مياشتې په ۲۸مه د يوې مرګونې ترافيکي پېښې د رامنځته کېدو وروسته نصيبه، چې د پېښې د قربانيانو له کورنيو څخه ده، په اندېښنې او غم سره ويلي چې ډ کورنۍ نهه غړي يې دغه ترافيکي پېښه کې له لاسه ورکړي چې پکې د عمه لوڼې، لمسیان، د عمه زوم او نګور هم شامله وه.

نصيبې له کوه نور خبري اژانس سره خبرو کې ويلي: «مونږ د مېلمنو د راتګ په تمه وو، مونږ ته ويل شوي وو چې دوي موټر کې سپاره شوي او کابل ته يې حرکت کړی، خو وروسته خبر شو چې ټول مو له لاسه ورکړي دي».

هغه وايي، د خپلوانو ليدو ته ډېره خوشحاله وه، خو دغه ليدنه اخرت ته پاتې شوه او هغوی په سکرو او خاروې جسدونو بدل شول.

نصیبه زياتوي: «لومړی مو ګمان کاوه چې د کورنۍ درې غړي مو هغه موټر کې وو چې اور يې اخيستی، خو وروسته اسلامي امارت خبر راکړ چې د کورنۍ ټول غړي مو په هماغه موټر کې وژل شوي دي. د دې ټولو کسانو له لاسه ورکول ډېر سخت دي. کله مو کې جسدونه ترلاسه کړل، درې يې سوځېدلي او نور ټول خاورې پاتې وو».

د هغې په خبره، ځينو کورنيو لا هم د خپلو عزيزانو جسدونه نه دي ترلاسه کړي او يوازې د نومونه یې ورته د وژل شویو په لېست کې ليکل شوي دي.

ياده پېښه د هرات حلقوي سړک کې هغه مهال رامنځته شوه چې يو ۵۸۰ مسافر وړونکي بس د پټرولو وړونکې لارۍ او موټرسايکل سره ټکر وکړ.

دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې ۸۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب