د دایکندي د پوهنې ریاست یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اشترلي ولسوالي د «جنګان کلان» سیمې اوسېدونکو د ۲.۵ میلیون افغانیو په لګښت د دغې سیمې د هلکانو لېسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل کړي.
د دایکندي د پوهنې رئیس عنایتالله سهار د خلکو له لوري د ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارو له پیلېدو څخه هرکلي کړی او ویلي یې دي، په جوړېدو سره به یې ۶۳۵ زدهکوونکو ته د زدهکړو زمینه برابره شي.
هغه ویلي، د ښوونځي دغه ودانۍ به یوه اداري او ۸ درسي خونې ولري چې په اساسي ډول رغول کیږي.
د دایکندي اوسېدونکي، په شخصي لګښت د یو ښوونځي لپاره ودانۍ جوړوي
د دایکندي د پوهنې ریاست یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اشترلي ولسوالي د «جنګان کلان» سیمې اوسېدونکو د ۲.۵ میلیون افغانیو په لګښت د دغې سیمې د هلکانو لېسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل کړي.د دایکندي د پوهنې رئیس عنایت‌الله سهار د خلکو له لوري د ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارو له پیلېدو څخه هرکلي کړی او ویلي یې…




