کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د رسنيزو سرغړونو کميسيون: سیاسیون او کارپوهان دې افغانستان انترنشنل راډيو ټلويزيون سره مرکې نه کوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند حسيب غفران پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د رسنيزو سرغړونو کمیسیون د هېواد سیاسیون او کارپوهان له‌ افغانستان انټرنشنل راډيو ټلويزيون سره له بحثونو منع کړي دي. د سرچينې په خبره ياده رسنۍ د ژورنالېزم اخلاق په پام‌ کې نه نيسي او د مقدساتو او ملي ارزښتونو خلاف خپرونې کوي. سرچينې همداراز…

2024-05-08 20:24 127۱ دقیقې لوستل
د رسنيزو سرغړونو کميسيون: سیاسیون او کارپوهان دې افغانستان انترنشنل راډيو ټلويزيون سره مرکې نه کوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند حسيب غفران پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د رسنيزو سرغړونو کمیسیون د هېواد سیاسیون او کارپوهان له‌ افغانستان انټرنشنل راډيو ټلويزيون سره له بحثونو منع کړي دي.

د سرچينې په خبره ياده رسنۍ د ژورنالېزم اخلاق په پام‌ کې نه نيسي او د مقدساتو او ملي ارزښتونو خلاف خپرونې کوي.

سرچينې همداراز ويلي، دغه رسنۍ شخصیت وژنې کوي او ډېر کله د خبرونو دقت د سرعت قرباني کوي.

نوموړي لیکلي، یاده رسنۍ تعصب ته لمن وهي او همداراز د مېلمنو په غورواي کې هم مسلکي چاره نه مراعاتوي.

ده همداراز له ټولو هېوادوالو غوښتي چې د ملي او ايماني مسووليت له مخې دې نور د دغې رسنۍ خپرونې نه ګوري.

افغانستان انټرنشنل راډيو ټلويزيون چې له هېواد بهر فعاليت کوي تراوسه يې د سرپرست حکومت د دغې پرېکړې په اړه څه نه‌دي ويلي.

د يادونې ده چې حکومت تر دې وړاندې‌ په هېواد کې د امریکا غږ اشنا او آزادي راډيو خپرونې هم بندې کړې دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب