د کډوالو عالي کميشنري ويلي، د ۲۰۲۵ زيږديز کال له پيل راهيسې نږدې ۲.۸ ميليونه افغان کډوال له ايران او پاکستان څخه افغانستان ته په جبري ډول يا هم په خپله خوښه راغلي دي.
سرچېنې ويلي، د دغه کډوالو ډېره برخه له پاکستان څخه راستانه شوي دي.
دغه کشمنري وايي، د کډوالو بې اندازې ډېر راتګ يې په سرچینو فشار راوستی دی.
ياد راپور داسې مهال ورکول کيږي، چې لا هم له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ روانه ده.
همدې حال کې بیا افغان حکومت کډوالو ته د اسانتياوو برابرولو خبره کوي او وايي چې په ډېرو ولايتونو کې يې د کډوالو لپاره ښارګوټي او لنډ مهاله پنډغالي جوړ کړي دي.




