د روسيې د کورنيو چارو وزارت له افغانستانه د ګډ امنيتي تړون سازمان غړو هېوادونو ته د نشهيي توکو پر قاچاق اندېښنه څرګنده کړې ده.
د روسيې ټاس خبري اژانس د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې ليکلي، چې افغانستان کې د اپینو په تولید کې تر ۸۰ فیصدو پورې د کمښت وروسته د مصنوعي نشه يي توکو تولید مخ په زیاتیدونکي ډول لوړ شوی.
د روسیې د کورنيو چارو وزارت اعلامیه زياتوي، چې دغه نشهيي توکي له افغانستانه د ګډ امنيتي تړون سازمان غړو هېوادونو ته قاچاق کېږي.
د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون سازمان غړیو هیوادونو کې ارمنستان، قزاقستان، روسیه، بیلاروس، قیرغزستان او تاجیکستان غړیتوب لري.
د روسیې د کورنيو چارو وزارت په داسې حال کې له افغانستان د نشهيي توکو د قاچاق په اړه اندېښنه څرګندوي، چې اوسني حکومت مشرتابه د ۲۰۲۲ کال د اپریل په درییمه د یو فرمان په ترڅ کې افغانستان کې د کوکنارو کښت، نشه يي توکو استعمال، انتقال، خرڅلاو، تولید او کاروبار په بشپړ ډول منع کړ.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، چې اوسمهال په هېواد کې د نشهيي توکو کښت صفر ته راښکته شوی دی.




