کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د روغتيا نړيوال سازمان: افغانستان کې تنفسي ناروغي ډېره شوې

د روغتيا نړيوال سازمان په يو راپور کې د جنوري مياشتې په وروستيو دوه اونيو کې په افغانستان کې د تنفسي ناروغيو د ډېروالي خبر ورکړی. په دغه راپور کې راغلي، په دغه دوه اونيو کې په افغانستان کې د تنفسي ناروغيو نږدې ۸۴ زره پیښې ثبت شوي. د دغه سازمان د شمېرو له مخې د روان زيږديز کال د جنوري مياشتې له لومړۍ نېټې تر ۲۷ نېټې په…

2024-02-04 21:32 123۱ دقیقې لوستل
د روغتيا نړيوال سازمان: افغانستان کې تنفسي ناروغي ډېره شوې

د روغتيا نړيوال سازمان په يو راپور کې د جنوري مياشتې په وروستيو دوه اونيو کې په افغانستان کې د تنفسي ناروغيو د ډېروالي خبر ورکړی.

په دغه راپور کې راغلي، په دغه دوه اونيو کې په افغانستان کې د تنفسي ناروغيو نږدې ۸۴ زره پیښې ثبت شوي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې د روان زيږديز کال د جنوري مياشتې له لومړۍ نېټې تر ۲۷ نېټې په دغه هېواد کې ۱۶۰ زره او ۷۵۶ پېښې ثبت شوي چې له دغو پیښو يې په ټول هېواد کې ۳۸۳ تنه مړه شوي هم دي.

تر دې وړاندې هم د هرات حوزوي روغتون مسولينو ويلي وو، ياد روغتون ته هره ورځ تر درې سوه ناروغان د تنفسي ستونزو د درملنې لپاره راځي.

ډاکټران ککړه هوا، د نشه يي توکو استعمال او نور ګڼ عوامل د دغې ناروغۍ د پیدا کېدو لامل ګڼي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب