د روغتیا نړۍوال سازمان افغانستان کې د وروستیو سېلابونو د وضعیت په اړه د یوه راپور په خپرولو سره په دغه هېواد کې له سیلاب ځپلو سره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.
یاد سازمان ویلي، د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لوېدیځ کې په سېلاب ځپلو ولایتونو کې وضعیت کړکېچن دی او د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اضافي سرچینو سمدستي تحرک ته اړتیا لري.
راپور کې راغلي چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سېلابونو له امله څه باندې ۶۰ زره کسان اغېزمن شوي.
دغه سازمان زیاته کړې چې د روان کال د غويي د میاشتې په ۱۷ او ۱۸ نېټه سېلابونو د غور ولایت ۱۰ ولسوالۍ او د فاریاب ولایت اته ولسوالۍ اغېزمنې کړې دي.




