کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت: د لويو لارو جوړول مو لومړيتوب دی

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال د رسنیو دفتر ويلي، د لويو لارو معياري جوړول، له ګاونډيو سره د اقتصادي اړيکو پياوړتيا، لع نوي عصر سره سم په تکنالوژي سمبال سیستمونو رامنځته کول، کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته زمينه برابرول، د ځمکني ترانسپورټ د زېربناوو پراختيا، د اداري جوړښت اصلاح کول او په دې برخه کې بنسټيزو اصلاحاتو ته زمي…

2023-12-09 19:09 87۱ دقیقې لوستل
د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت: د لويو لارو جوړول مو لومړيتوب دی

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال د رسنیو دفتر ويلي، د لويو لارو معياري جوړول، له ګاونډيو سره د اقتصادي اړيکو پياوړتيا، لع نوي عصر سره سم په تکنالوژي سمبال سیستمونو رامنځته کول، کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته زمينه برابرول، د ځمکني ترانسپورټ د زېربناوو پراختيا، د اداري جوړښت اصلاح کول او په دې برخه کې بنسټيزو اصلاحاتو ته زمينه برابرول یې د کارونو په سر کې دي.

سرچینې لیکلي، عملاً په هېواد کې د لويو لارو د رغېدو کارونه روان دي.

دوی همداراز ويلي، له ولايتونو به هم ولسواليو ته د سړکونو په جوړېدو کار پيل کړي.

وړاندې لیکل شوي، د لويو لارو په جوړېدو سره ډیری هېوادوالو ته د کار کولو زمينه برابره شوې او هیوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرول د سرپرست حکومت له لومړي توبونو څخه دي.

د سرچینې په خبره سرپرست حکومت د لويو لارو جوړېدو ته ځانګړې پاملرنه کړې او په خبره يې له دې لارې به د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې لاسته راوړنې ولري.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب