کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره لیدلي

کابل (کوه نور، ۲۲ مېزان ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي، گیلیس برتراند او ورسره پلاوي سره لیدلي دي. د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر اېکس پاڼه لیکلي، دې لیدنه کې برتراند ویلي، اس،لامي ام،ارت په بېلابېلو برخو کې ډېرې لاسته…

2025-10-15 06:32 170۲ دقیقې لوستل
د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره لیدلي

کابل (کوه نور، ۲۲ مېزان ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي، گیلیس برتراند او ورسره پلاوي سره لیدلي دي.

د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر اېکس پاڼه لیکلي، دې لیدنه کې برتراند ویلي، اس،لامي ام،ارت په بېلابېلو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري، چې د نشه‌يي توکو د کر، قاچاق، تجارت او کارونې مخنیوی او د عمومي امنیت تامین یې مهمې بېلګې دي.

هغه د خپلو خبرو په لړ کې د بېرته ستنېدونکو کډوالو یادونه کړې او ویلي یې دي، تمه کېده، چې د ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو بېرته راتګ افغان حکومت ته لویې ستونزې جوړې کړي؛ خو حکومت وکولی شول دا موضوع په ښه ډول سره مدیریت کړي. 

نوموړي پخپلو خبرو کې د بېرته ستنېدونکو سره د مرستو په برخه کې د اروپايي ټولنې د چمتووالي خبر هم ورکړی دی.

په همدې حال کې، عبدالسلام حنفي، د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغان ولس او بېرته ستنېدونکو کډوالو سره د دغې ټولنې له مرستو مننه وکړه.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال په دې لیدنه کې ویلي، اسل،امي ام،ارت له ټولو شتو امکاناتو څخه کار اخلي؛ تر څو بېرته ستنېدونکو ته لازم خدمات وړاندې کړي.

حنفي زیاته کړې، افغان حکومت له سیمې او د سیمې څخه بهر هېوادونو سره د ښې، متوازنې، د متقابل درناوي، نه لاسوهنې او پر اقتصاد متمرکزو اړیکو غوښتونکی دی او له هغوی هم همداسې تعامل غواړي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب