کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د سالنګونو په ګډون ګڼې لويې لارې تړل شوي

د پرلپسې دوو ورځو ورښتونو او واورو له امله د سالنګونو په ګډون په ۵ ولايتونو کې د ترافيکو پر مخ لارې تړل شوي دي‌. د ټولګټو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د سالنګونو لویه لار د درنو ورښتونو او سيلۍ له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. دغه وزارت د باميان ولايت شش پل پوستي-حاجي ګک کوتل، يګاولنګ-پنجاب ولسوالي او د آپق…

2024-02-27 01:28 90۱ دقیقې لوستل
د سالنګونو په ګډون ګڼې لويې لارې تړل شوي

د پرلپسې دوو ورځو ورښتونو او واورو له امله د سالنګونو په ګډون په ۵ ولايتونو کې د ترافيکو پر مخ لارې تړل شوي دي‌.

د ټولګټو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د سالنګونو لویه لار د درنو ورښتونو او سيلۍ له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

دغه وزارت د باميان ولايت شش پل پوستي-حاجي ګک کوتل، يګاولنګ-پنجاب ولسوالي او د آپقول کرمان سړکونو د تړل کېدو خبر هم ورکړی دی.

ورته وخت، غور ولايت کې د کابل-غور، بنديګک، شاتېغ او بندبايان سرکونه هم د تګ-راتګ پر مخ تړلي پاتې دي.

په غزني، فراه، او دايکندي ولايتونو کې هم ځينې سړکونه د ترافيکو پر مخ تړل شوي دي.

ياد وزارت وايي، د دغو لارو د پرانيستلو لپاره یې د څارنې او ساتنې کارکوونکي هڅه کوي او ډېر ژر به پرانيستل شي.

د ټولګټو وزارت له موټر چلوونکو د جدي پاملرنې غوښتنه کړې، چې په يادو لارو دې له اړتيا پرته تګ-راتګ نه کوي او د تګ پر مهال دې خوراکي، ګرمونکي او اړين توکي له ځانه سره ولري.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب