کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د سالنګ لویه لاره به سر له سبا د بار وړونکو موټرو پرمخ بېرته پرانېستل شي

ڪابل (کوه نور، ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې ټاکل شوې ده د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د لیندۍ په ۱۷مه (سبا دوشنبه) د سالنګونو اصلي لویه لاره د ټولو وسایطو، په ګډون د لویو باروړونکو موټرو پرمخ بېرته پرانېستل شي. د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله اېڪس پاڼه په خپاره کړي ویډیوي کلیپ کې ویلي، د سالنګونو د ل…

2025-12-07 05:47 167۲ دقیقې لوستل
د سالنګ لویه لاره به سر له سبا د بار وړونکو موټرو پرمخ بېرته پرانېستل شي

ڪابل (کوه نور، ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې ټاکل شوې ده د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د لیندۍ په ۱۷مه (سبا دوشنبه) د سالنګونو اصلي لویه لاره د ټولو وسایطو، په ګډون د لویو باروړونکو موټرو پرمخ بېرته پرانېستل شي.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله اېڪس پاڼه په خپاره کړي ویډیوي کلیپ کې ویلي، د سالنګونو د لویې لارې د بیارغونې اساسي کارونه په درې برخو کې پیل شوي وو، چې شمالي سالنګ، جنوبي سالنګ، او د دوشي–خنجان برخې پکې شاملې وې.

حق شناس ویلي، د یادې لارې د بیارغونې کارونو پروژه د ا.ا.ا د اقتصاد‌محور پالیسۍ له مخې، د وزارت د تخنیکي ټیمونو د هڅو په پایله کې پلان شوي کارونه بشپړ شوي، که څه هم ځینې فرعي کارونه لا هم روان دي.

نوموړي د ټولګټو وزارت په نمایندګۍ له هېوادوالو او موټر چلوونکو غوښتنه کړې، چې د دې لویې لارې د تېرېدو پر مهال دې د ژمي اړین وسایل او تجهیزات له ځان سره ولري، د ترافیکي قوانینو درناوی دې وکړي، د سالنګونو د حفظ او مراقبت ریاست له ټاکل شویو ټیمونو سره دې همکاري وکړي او د دوی د لارښوونو سره سم دي د تګ‌-راتګ لپاره د ټاکل شوي مهال‌ویش مطابق عمل وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب