کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د سالنګ لویه لار بیرته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایې، د سالنګ لویه لار، چې تېره شپه د سختې واورې او ورښت له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه نن سهار تقریباً ۱۰:۰۰ بیرته د کوچنیو مسافر وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه   حق شناس وایې، دغه لار به د ورځې په اوږدو کې د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او څارنې ریاست په هڅو له جنوب څخه شما…

2024-12-07 22:16 67۱ دقیقې لوستل
د سالنګ لویه لار بیرته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایې، د سالنګ لویه لار، چې تېره شپه د سختې واورې او ورښت له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه نن سهار تقریباً ۱۰:۰۰ بیرته د کوچنیو مسافر وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه

 

حق شناس وایې، دغه لار به د ورځې په اوږدو کې د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او څارنې ریاست په هڅو له جنوب څخه شمال لور ته بیرته خلاصه شي.

 

نوموړي له موټر چلوونکو غوښتي، چې د سالنګونو لویې لارې د تېرېدو پر مهال دې د وسایطو له پاره له زنځیرونو، ګرمو ژمنیو توکو او اړینو تجهیزاتو څخه استفاده وکړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب