د سر پرست حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس پر خپله اېکسپاڼه خبر ورکړی چې د سالنګ د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکو د ۲۴ ساعته هڅو په پایله کې یاده لویه لاره له واورو څخه پاکه او د تګ راتګ له پاره بشپړه چمتو شوې ده.
د حقشناس په خبره، ټاکل شوې ده چې دغه لویه لاره به نن (دوشنبه) سهار اووه بجې په دوه اړخیزه ډول د لویو او وړو مسافر وړونکو وسایطو د تګ-راتګ په موخه پرانیستل شي.
نوموړي د ټولګټو وزارت په استازولۍ له هېوادوالو او موټر چلوونکو هیله کړې چې په دغه لارو د تلو راتلو پر مهال له بشپړ احتیاط څخه کار واخلي، حق شناس وایې موټر چلوونکي دې مسافرین او خپل وسایط په اړینو ژمنیو وسایلو سمبال کړي، د عبور پرمهال دې زنځیري چینونه واخلي، د ټرافیکو قوانین دې مراعت او د مؤظفو ډلو لارښوونې دې عملي کړي.
باید وویل شي چې د سالنګونو لویه لار تېره جمعه د جدې(۱۴مه) د واورې د ډېر ورښت، طوفان او د لیدلو ساحې د محدودیت په پایله کې د ټرافیکو پر مخ تړل شوې وه.




