کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د سالنګ لویه لار د مسافر وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه

د ټولکټو وزارت ویاند اشرف حق‌شناس پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، که د ورځې په اوږدو کې واوره او توفان نه وي، لویه لاره به د مسافر وړونکو او کوچنیو موټرو پرمخ خلاصه وي. نوموړي لیکلي چې د واورې د ورښت په صورت کې به د سالنګ لویه لار بېرته وتړل شي. د یادونې وړ ده چې یاده لویه لاره پرون د واورې ورښت له‌امله د هر ډو…

2025-01-19 22:19 79۱ دقیقې لوستل
د سالنګ لویه لار د مسافر وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه

د ټولکټو وزارت ویاند اشرف حق‌شناس پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، که د ورځې په اوږدو کې واوره او توفان نه وي، لویه لاره به د مسافر وړونکو او کوچنیو موټرو پرمخ خلاصه وي.

نوموړي لیکلي چې د واورې د ورښت په صورت کې به د سالنګ لویه لار بېرته وتړل شي.

د یادونې وړ ده چې یاده لویه لاره پرون د واورې ورښت له‌امله د هر ډول موټرو پرمخ تړل شوې وه.

ورته مهال د ترانسپورت او هوایي چلند وزات د هوا پېژندنې ادارې د سالنګونو په ګډون د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو اټکل کړی دی.

د داسې مهال دی چې تېرو دوو ورځو کې د واورې د ورښت له امله د یو شمېر ولایتونو او ولسوالیو لویې لارې د تک ـ راتګ پر مخ تړل شوې وې.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب