نن (د اپریل څلورمه) چې د ماینونو په اړه د پوهاوي له نړیوالې ورځې سره برابره ده، د سره صلیب نړیواله کمیته وايي، تېر میلادي کال په افغانستان کې د ناچاوده توکو د چاودنو له امله په ۳۲۴ پېښو کې ۴۴۷ ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې چې د ټولو ملکي تلفاتو چې ۶۷۳ تنه دي، ۶۶ سلنه جوړوي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویاند پرویز احمد فیضي افغان پرېس ته په را استول شوي غږیز پېغام ویلي، د ناچاودو توکو د چاودنې پېښو قربانیانو ته یې مصنوعي پښې، د فزیکي بیا رغونې خدمتونه، فیزیوتراپي او حرکي وسایل برابر کړي دي.
نوموړی زیاته کړه، د ناروغانو د عمر په اساس د ټولنیز ادغام خدمتونه لکه، حرفوي روزنه او کوچنیو کورسونو ترڅنګ د پېښو قربانیانو لپاره په تېر کال کې د کوچنۍ سوداګرۍ اقتصادي پرګرامونو له لارې له اغیزمنو کورنیو سره د کاروبار په پیل کې هم مرسته کړي ده.
سرچینې وایي، دغه پرګرامونه په کندز ښار او د بلخ په مزارشریف ښار، چمتال، دهدادي او چاربلوک ولسوالیو کې له یوې پراخې ارزونې وروسته پلي شول چې ۲۹ زیانمنې کورنۍ په کې په نښه شوې چې له منځه یې د شپږو کورنیو مشري د ښځو پرغاړه وه.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما هم ویلي وو چې تېرو ۲۵ کالونو کې په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو او ماینونو د چاودنې له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون ۴۴ زره افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یادې ادارې ویلي وو، د دغه سازمان همکارو بنسټونو په ټول افغانستان کې ۱۹ میلیونه پاتې ماینونه پاک کړي دي، خو افغانستان کې شاوخوا ۲۸۴ متر مربع ځمکه لا هم په ماینونو ککړه پاتې چې پاکولو ته اړتیا لري.
خبریاله: خاطره اکبري




