د سرپرست حکومت مشرتابه د لوی اختر په مناسب اختريز پیغام کې ټولو هېوادوالو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ويلې ده.
نوموړي دغه راز په ياد پېغام کې ويلي، د سرپرست حکومت په راتګ سره په هېواد کې شرعي نظام حاکم شوی او شريعت په بشپړه توګه پلی کيږي او هیڅوک په چا ظلم نشي کولای.
نوموړي ويلي، د شريعت د تطبيق په موخه يې کلونه مبارزه کړې اړ قربانۍ یې ورکړي دي.
ده دغه راز په پانګوالو غږ کړی چې سرپرست حکومت د پانګونې لپاره زمينه برابره کړې او په هېواد کې پانګونه وکړئ.
نوموړي زياته کړې، حکومت د بيارغونې، کانونو استخراج او کرنې برخه کې د پام وړ کار کړی دی.
ده همداراز زياته کړې، د نړۍ ټول هغه حاجيان چې سږ کال بیت الله شریف ته تللي، د فلسطین مسلمانانو ته دې دعاګانې وکړي.
په پېغام کې دغه راز د حکومت مشرتابه د اسرايلي ځواکونو له لوري په غزه بريدونه غندلي او له نړۍ يې غوښتنه کړې چې په دې برخه کې دې خپل مکلفيت ادا کړي.




