د احمد مسعود او محمد محقق په ګډون ځينو افغانو سياسي څيرو او د پارلمان پخوانيو غړو د مسکو په پرزيډنټ هوټل کې نن غونډه جوړه کړې.
دغه غونډه چې ميلمانه يې احمد مسعود او محمد محقق ښودل شوي، د روسيې د عدالت ګوند په بلنه د «افغانستان د اوس او راتلونکې په منځ کې» په نوم جوړه شوې وه.
ياده غونډه چې ټينګار یې په ټولګډونه حکومت وه، د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په نړيوالو غږ کړی چې د ملګرو ملتونو د تګلارې تصويبول به افغانستان کې وضعيت نور هم پيچلی کړي.
ناسته کې د شکريه بارکزۍ، فوزيه کوفي، محمد ظاهر اغبر، احمد ولي او ځينو نورو کسانو هم ګډون درلود.
دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې مخکې هم د عدالت ګوند احمد مسعود مسکو ته بللی و.
بلخوا بيا د روسيې حکومت څو ورځې مخکې د دغه مجلس سره خپل تړاو رد کړی و.




